Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65434
تاریخ انتشار : جمعه 9 لړم 1399 ساعت : 21:27:11

حامد کرزي: نړیوال دې د جنګ د ختمېدو لپاره د افغانانو له میکانیزمونو څخه ملاتړ وکړي

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د شانګهای همکاریو سازمان دې غونډې ته په وینا کې هیله وښوده، چې افغانستان هم ژر ددغه سازمان بشپړ غړی شي.

بل لوري ته کرزي د افغانستان د سولې او پخلاېنې پروسه کې د سیمې د هیوادونو په رغنده او فعال رول ټینګار وکړ. کرزی وايي د سیمې ګټې د افغانستان په سوله او سوکالۍ کې نغښتي او د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ثبات او اقتصادي پراختیا کې د پام وړ اغیزې لري.

پخوانی ولسمشر د سیمې پر هیوادونو غږ کوي، چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه همغږي شي او افغانانو سره له دغه برخلیک ټاکونکي ازمیښت څخه په بریالۍ توګه وتلو کې همکاري وکړي.

هغه له نړیوالې ټولنې دا هم غواړي، چې د جګړو د پای ته رسولو لپاره د افغانانو د میکانیزمونو ملاتړ وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.