Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65436
تاریخ انتشار : جمعه 9 لړم 1399 ساعت : 21:30:31

اشرف غني د صلحې د مذاکراتو له بندونه اندیښمن دی

د افغانستان ولسمشر په قطر کښې له طالب دلې سره د صلحې د مذاکراتو له بندونه اندیښنه څرګنده کړې ده.

 محمد اشرف غني پرون په قطر کښې د افغانستان د صلحې په مذاکراتو کښې رامینځته شوي بندون ته په اشارې سره وویل: طالبانو له امریکې سره موافقې ته په شریعت باندې ترجیح ورکړې ده حال دا چې مونږ د اسلام مبین دین د لانجې د هواري بنیاد ګڼو.

افغان ولسمشر زیاته کړه: زمونږ د هیواد د نظام ماهیت اسلامي دی او د افغانستان امنیتي ځواکونه هم د اسلامي عقایدو خاوندان دي.

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کښې څرګنده کړه: کوم کسان چې شل کاله د دین په نامه وجنګیدل اوس وايي چې د خبرواترو اساس باید له امریکې سره شوې تړون وي.

هغه ټینګار وکړ چې کومه ګټه او بریا چې په صلحه کښې ده هغه په جنګ کښې نشته.

له بلې خوا په قطر کښې د افغانستان د صلحې له خبرواترو سره هممهاله د دغه هیواد په زیاتره ولایتونو کښې نښتو او شخړې هم روانې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.