هېواد: عمران خان روانه اوونۍ کابل ته راځي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د پاکستان لومړی وزیر عمران به د راتلونکې اوونۍ تر پایه پلازمېنې کابل ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د راتلونکې اوونۍ ترپايه کابل ته راشي او دلته به له ولسمشرغني او نورو افغان چارواکو سره د افغان سولې پر روان بهیر، اقتصادي، سیاسي، امنیتي او تجارتي همکاریو بحثونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال سپټمبر میاشتې په ۲۵ نېټه ولسمشرغني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې وې او هغه ته کابل ته د راتللو رسمي بلنه ورکړې وه.
دغه راز تردې وړاندې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پاکستان ته په رسمي سفر تللی و او هلته یې د دغه هېواد له لومړي وزیر ولسشمر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره پر افغان سوله او نورو مسایلو بحثونه کړي وو.