Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65500
تاریخ انتشار : يکشنبه 25 لړم 1399 ساعت : 18:16:40

د ایران کنسولګرۍ د افغانستان خلکو ته ویزې ورکوي

زمونږ خبریال وايي په جلال اباد کې د ایران اسلامی جمهوریت سرکونسلګري د ویزو د ویش لپاره نوی میکانیزم چمتوکوي

دجلال اباد لپاره دایران داسلامی جمهوریت دولت نوي سرکونسل مجید صادقي دننګرهار والي ضیا الحق امرخیل سره د پیژندګولۍ په ناسته کې وویل  د ویزو غوښتونکو لپاره به د ویزو د ویش په موخه یو(1)  نوی میکانیزم چمتو او اسانتیاوی به رامنځته کړي.

دننګرهار د والي  د ویندوی له دفتر په خپره شوی خبر پاڼه کې ویل شوی چې ننګرهار والی د ایران اسلامی جمهوریت نوي کونسل ته دهرکلی او ښه راغلاست ویلو تر څنګ له نوموړي وغوښتل چې د ویزو د ویش لپاره داسی میکانیزم چمتوکړي چې ویزه اخیستونکو ته پکی اسانتیاوی موجودی وي.

د ننګرهاروالي همدارنګه دایران اسلامی جمهوریت له نوی سرکونسل څخه وغوښتل  په ټولنیز،علمي،سیاسي ،اقتصادي او فرهنګي برخو کښې  ددواړو هیوادونو تر منځ داړیکو پراختیا ته کار وکړي.

 دایران  داسلامی جمهوریت نوي سرکونسل ننګرهار والي ته په پورتنیو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.