مارشال دوستم په فاریاب کې د جګړې مشري په غاړه اخیستې
په فاریاب ولایت کې د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د روانې سختې جګړې له کبله تېره شپه مارشال عبدالرشید دوستم د جګړې مشري په غاړه اخیستې.
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکبیر یورش خامه پرس ته وویل، مارشال دوستم په داسې حال کې د جګړې مشري په غاړه واخیسته چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د فاریاب ولایت په قمرقول ولسوالۍ برید وکړ او د دغه ولسوالۍ امنیه قومندان سفر رییس او ورسره څلور ساتونکې یې وژلي.
نوموړي زیاته کړه، وروسته تر هغه چې یاد ولسوال وژل کېږي مارشال دوستم خبرېږي او د پېښې ځای ته ځي له وسلهوالو طالبانو سره جګړه پیلوي.
هغه زیاته کړه، یاد ولسوال سفر رئیس د مارشال دوستم مخکینیو قومندانانو څخه وو.
یورش وویل، په دغه جګړه کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.