ولسي جرګې ۱۰ نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې
ولسي جرګې لس هغو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې چې تېره اوونۍ یې خپلې برنامې یادې جرګې ته وړاندې کړې وې.
په دې برخه کې عبدالهادي ارغندیوال د ۲۰۵ رایو په ترلاسه کولو سره د مالیې د وزیر، محمد حنیف اتمر ۱۹۷ رایو په ترلاسه کولو سره د بهرنیو چارو د وزیر، اسدالله خالد د ۲۰۶ رایو په ترلاسه کولو سره د ملي دفاع وزارت د وزیر، مسعود اندرابي د ۲۱۴ رایو په ترلاسه کولو سره د کورنیو چارو وزارت د وزیر، فضل احمد معنوي د ۲۲۰ رایو په ترلاسه کولو سره د عدلیې وزارت د وزیر، معصومه خاوري د ۱۵۴ رایو په ترلاسه کولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر، عباس بصیر د ۱۹۷ رایو په ترلاسه کولو سره د لوړو زده کړو وزارت د وزیر، بشیر احمد تهینج د ۱۹۰ رایو په ترلاسه کولو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وزیر، محمد قاسم حلیمي د ۱۴۸ رایو په ترلاسه کولو سره د ارشاد حج اوقافو وزارت د وزیر، نثار احمد غوریاني د ۲۱۳ رایو په ترلاسه کولو سره د صنعت او سوداګریو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شول.
دغه وزیرانو ته د ولسي جرګې له لورې د باور رایه ورکړل شوه او په رسمي ډول د وزیرانو په توګه وټاکل شول.
د یادونې ده چې نور پاتې وزیران به هم په روانه اوونۍ کې ولسي جرګې ته خپلې برنامې وړاندې کړي او د بارو رایو د ترلاسه کولو لپاره به صندوقونه ورته کېښودل شي.
