د کرونا له کبله د هېواد ټول پوهنتونونه رخصتېږي
د کابینې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله د قوس میاشتې په اتمه نېټه د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصت شي.
د کابینې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې د د هېواد ټول پوهنتونونه د قوس میاشتې له اتمې نيټې د حوت میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې رخصت شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د کرونا دویمه څپه هم افغانستان ته راغلې او په دغه وایروس د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
دغه وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د یاد وایروس د خپرېدو له کبله به د ودونو تالارونه هم د قوس مایشتې تر پایه وتړل شي.
په ورته وخت کې د هېواد د ټولو ولایتونو ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې هم تاوتریخوالی زیات شوی او هره ورځ په عامو ځایونو بریدونه کېږي او ګڼو ملکي کسانو ته مرګژوبله اړوي.