Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65529
تاریخ انتشار : شنبه 1 لیندۍ 1399 ساعت : 18:23:52

ارګ پر کابل د نن ورځې راکټي بریدونه وغندل

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل ښار د نن ورځې راکټي بریدونه غندلي او د ملکي کسانو وژل یې ستر جنایت یاد کړی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي، ولسمشر د دغو تروریستي بریدونو د سختو غندلو په مهال وویل، د نړیوال تروریزم د ځپلو لپاره د ګډې مبارزې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري له تروریزم سره د مبارزې ستراتیژۍ ملاتړ ته اړتیا ده.

خبرپاڼه لیکي، د هیواد ولسمشر مسوولینو ته د دغو بریدونو د عاملینو د موندلو او مجازات، د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په اړه د لارښوونو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعاکوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار پر ډېرو سیمو راکیټي بریدونه وشول چې له کبله یې اته ملکیان ووژل شول او تر ۳۰ زیات ټپیان شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.