Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65531
تاریخ انتشار : شنبه 1 لیندۍ 1399 ساعت : 18:26:27

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به قطر کې له مرکچي پلاویو سره وویني

د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو به قطر کې د سولې له مرکچي پلاویو سره وویني.

د دغه خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، پومپیو د شنبې په ورځ به د دواړو پلاویو له استازو سره په جلا توګه وویني.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وویني.

دا لیدنې به په داسې حال کې ترسره شي چې د امریکا متحده ایالتونه به د راتلوونکي زیږدیز کال د جنورۍ میاشتې تر نیمايي به په افغانستان کې خپلو ځواکونه تر دوه زره او ۵۰۰ کم کړي.

همدارنګه په دوحه کې د سولې مذاکراتو کې له اوونیو اوونیو بندون وروسته، اوس د دې خبر رارسېږي چې د سولې مذاکراتو د کړنلارې د رامنځته کېدو په هکله خوشبینۍ رامنځته شوې دي.

په دوحه کې سرچینې وايي چې د دې هیلې راټوکېدلې دي چې د افغانستان او طالبانو مرکچي پلاوي پر اختلافي موردونو  سره سلا شي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي تمه لري چې د مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو وروسته ، د اوربند موضوع د مذاکراتو په لومړیتوب کې وي.

په مذاکراتو کې د مذهبي بنسټ په توګه د حنفي فقې ټاکل او د اصل په توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې شمېرل د افغانستان د سولې مذاکراتو کې دوه اختلافي موردونه دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.