وسلهوالو غلو کندز کې د یو زرګر زوی تښتولی
وسلهوالو غلو د کندز ولایت د زرګرانو د ټولنې د مشر زوی له ښوونځي تښتولی دی.
د کندز ولایت ټولو زرګرانو او صرافانو د اعتراض په ډول خپل ټول دکانونه تړلي دي.
دوی له امنیتي مسوولینو غواړي ترڅو چې دغه ماشوم د وسلهوالو له منګلو نه وي ازاد شوی خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت وسلهوال غله له صرافانو او یا هم زرګرانو په زوره پیسې اخلي او یا یې خپله او یا د کورنۍ غړي ترې تښتوي ترڅو یې د خوشې کېدو په بدل کې پيسې ترلاسه کړي.
د افغان ایرکا خبري اژانس