Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65533
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 لیندۍ 1399 ساعت : 19:03:25

د لاجورد فلم لومړۍ لمانځغونډه په هرات کې پیل شوه

د لاجورد فلم لومړۍ لمانځغونډه د افغان فلم په نوښت سره په هرات ولایت کې پیل شوه چې لس ورځې به دوام ولري.

د افغان فلم له لورې په دغه جوړو شوو مراسمو کې له هېواد دننه او دباندې هنرمندانو او فلمي اداکارنو ګډون کړی وو.

په دغه مراسمو کې د افغان فلم رئیسې صحرا کریمي وویل، په دې غونډه کې به ۷۷ برخې چې په کې داستاني ژانرونه، مستند، او انمیشن شامل دي وړاندې شي.

هغې دغه راز زیاته کړه، په دې غونډه کې به د مرغ طوفان په نامه یو فلم چې د هېواد د غریب هنرمند انځور په کې ښکاره شوی وړاندې شي.

کریمي دغه راز زیاته کړه، د فلم ملي لمانځغونډه د افغان فلم په نوښت او د ډېریو خصوصي شرکتونو په مرسته جوړه شوې ده.

د یادونې ده چې په دغه مراسمو کې  د افغانستان د اطلاعاتو او  کلتور وزارت وزیر طاهر زهیر هم ګډون کړی و او دغه اقدام یې د افغان فلم یو لوی نوښت وګاڼه او زیاته یې کړه چې باید د افغانستان فرهنګ په فلمونو کې د یادې لمانځغونډې له لارې وړاندې شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.