په پکتیا کې یو ناوې او زوم د خپل واده په شپه ووژل شول
د پکتیا ولایت چارواکي وایی یوه ناوې او شاه په دې ولایت کې د ګاز نیولو له امله خپل ژوندونه یی له لاسه ورکړي دي.
د یاد ولایت ویاند امان منګل د یکشنبې ورځ د قوس په دویمی وایی دا پیښه ددې ولایت مرکز په ګردیز ښار کې پیښه شوې ده.
د نوموړي په خبره دا ناوې او شاه د پکتیا ولایت زازی آریوب ولسوالې اوسیدونکي او په دې کمپ کې یي ژوند کاوه.
د پکتیا امنیی قوماندانې ویاند حیات الله نظامي احمدزې هم دا پیښه یی ومنله او له خلکو یی وغوښتل چې د ګازي توکو په کارولو کې له احتیاطه کار واخلي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د هوا په سړیدو سره ټول هیوادوال له مختلفو سون توکو کار اخلي خو له دې توکو په خاصه توګه ګازو څخه د کار اخیستو ترڅنګ باید ډیر احتیاط وشي تر څو له بدې پایلې یی په امان پاتې شي.