په سپینه ماڼۍ کې چی هر څوک وی د ایرانی ملت حقوقوته له درناوی پرته بله لاره نلری
خطیب زاده د دې خبرې په کولو سره چی ایران د خپل ملی امنیت په اړه له هیچا سره مصالحه نه کوی ، ټینګار وکړ د ایران لپاره ملی امنیت او ګټې مهمې دي او هر چیرته چی پرې تیرې وشی په هره سیمه او هر وخت غاښ ماتونکې ځواب به ورکړی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده نن په خبری کانفرنس کې سپینې ماڼۍ ته له ورتلو وروسته برجام ته دبایډن د ورستنیدااو د ایران د شرطونو په اړه وویل هرڅوک چی په سپینه ماڼۍ کې وی د ایرانی ملت حقوقوته له درناوی پرته بله لاره نلری .
خطیب زاده د دې خبرې په کولو سره چی ایران د خپل ملی امنیت په اړه له هیچا سره مصالحه نه کوی ، ټینګار وکړ د ایران لپاره ملی امنیت او ګټې مهمې دي او هر چیرته چی پرې تیرې وشی په هره سیمه او هر وخت غاښ ماتونکې ځواب به ورکړی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی دې ته په اشارې سره چی د زیات نه زیات دباو سیاست د امریکا لپاره دزیاتې ماتې سبب شوې دې ، جوته کړه د امریکا اوسنې رژیم خپلو ماتو خوړلیو سیاستونو ته دوام نشی ورکولې .
له بلې خوا خطیب زاده پرون په افغانستان کی د وروستۍ ترهه ګرې حملې په اړه ویلی وو د کابل ترهه حمله په افغانستان کې د امریکا د نیابتی جنګ بیلګه ده .