Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65542
تاریخ انتشار : دوشنبه 3 لیندۍ 1399 ساعت : 18:09:51

د افغانستان په اړه د جينوا دوه ورځنی کنفرانس پيل شو

د افغانستان په اړه د جينوا دوه ورځنی انلاين کنفرانس په فنلنډ کې پيل شو.

په داسې حال کې، چې نړيواله ټولنه د کابل حکومت سره د مرستو شرطونه سختوي او غواړي، چې د څلور کلونو پر ځای د يوه کال لپاره ورسره په سختو شرطونو مرسته وکړي، خو کابل غواړي د څلورو کلونو لپاره د نړيوالې ټولنې د مرستو ژمنې ترلاسه کړي.

په کابل کې د فنلنډ سفارت په خپله ټويټر پاڼه کې ويلي، د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د کډوالو بېرته راستنېدو، بشري حقونو او د ښځو د لاسته راوړنو په اړه بحثونه وشي.

د کابل حکومت د ماليې وزير عبدالهادي ارغنديوال له مل پلاوي سره تېره ورځ جينيوا ته رسېدلی دی.

د ارګ وياند صديق صديقي ويلي، حکومت دغه کنفرانس د سولې او ملي پراختيا چوکاټ په اړه پروپوزل تيار کړی او هيله لري، چې افغانستان به د تل پاتې سولې، غذايي خونديتوب، له فقر سره د مبارزې، د کورني اقتصاد تقويې او له کرونا سره مبارزې لپاره څلور کلن پلان وړاندې کړي.

په دغه کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو او نړيوالو ټولنو استازي ګډون لري.

د فنلنډ د بهرنيو چارو وزير پيکا هاويستو ويلي، په دغه کنفرانس کې به په دې بحث وشي، چې له افغانستان سره د مرستو ارزول له څلور کلونو څخه يوه کال ته راښکته شي او د دغه مرستو لپاره شرطونه سخت شي.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ويلي، داسې اندېښنې شته، چې نړيواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي او شرطونه يې سخت کړي.

طالبانو هم ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د کابل حکومت سره د مرستو پر ځای له دوی سره په همغږۍ له افغان ولس سره مرستې وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.