Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65543
تاریخ انتشار : دوشنبه 3 لیندۍ 1399 ساعت : 18:10:48

ستانکزی: له طالبانو سره مذاکرات د سولې د تامین یوازینۍ لار ده

 د کابل د مذاکراتي ټيم مشر «معصوم ستانکزی» وایي، له طالبانو سره په اوسنیو شرایطو کې مذاکرات کول ستونزمن دي؛ خو بیا هم سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده.

معصوم ستانکزی چې د جینوا کنفرانس ګډونوالو ته یې اوروله پرته له دې چې مذاکراتي بهیر ته ور پېښې ستونزې یادې کړي، وویل چې له طالبانو سره په اوسني حالت کې مذاکرات ستونزمن دي؛ خو په افغانستان کې د سولې د تامین یوازینۍ لنډه لار همدا ده.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې حکومت د طالبانو زرګونه بندیان خوشي کړي؛ خو په خبره، یې طالبانو «تاوتریخوالی» زیات کړی او د هلمند په ګډون په ګڼو سیمو کې یې بریدونو ته زور ورکړی.

د ستانکزي په خبره، د سولې په پروسه کې باید د افغانستان د تېرو دوو لسیزو  «لاسته راوړنې» وساتل شي او د ښځو او لږکیو په ګډون د ټولو قشرونو حقونه خوندي کړل شي.

نوموړي ددې تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دوو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب او په هیواد کې د سولې د تامین په پار له افغانستان سره مرستې روانې وساتي.

د ستانکزي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د نوموړي په مشرۍ د کابل مذاکراتي ټيم له دوو میاشتو ځنډ وروسته بلاخره له طالبانو سره ومنله چې د هغوی او امریکا تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوی تړون به د بین الافغاني مذاکراتو د توافقاتو لپاره د بنسټ په حیث وي.

ستانکزی په همدې تړاو کابل ته د مشورې لپاره راغلی و او یو شمېر خبري سرچینې وایي، چې نوموړي مثبت جواب تر لاسه کړی او ژر به دوحې ته ستون شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.