Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65545
تاریخ انتشار : دوشنبه 3 لیندۍ 1399 ساعت : 18:13:42

رولا غني: د سولې په پروسه کې د یو شمېر اصولو له لاسه ورکولو ته تیار نه یو

د کابل حکومت د مشر مېرمن «رولا غني» وایي، حکومت سولې ته تیار دی او د یوې باثباته سولې لپاره هڅې کوي؛ خو یو شمېر داسې اصول شته چې ددې په خبره، په سوله کې له لاسه ورکول کېدای نشي.

رولا غني د غه څرګندونې د «جینوا کنفرانس»  ګډونوالو ته په خپله وینا کې وکړې.

نوموړې وویل، چې سوله یو قیمت لري او حکومت سره له دې چې یاد قیمت ورکوي او د پایدارې سولې په هڅه کې دی؛ خو یو شمېر اصول شته چې له لاسه ورکول کېدای نشي «سوله یو قیمت لري او د افغانستان اسلامي جمهوریت د یاد قیمت ورکولو ته تیار دی؛ خو یو شمېر اصول شته چې له لاسه ورکول یې نه غواړو، ایا هغه سوله به پایداره وي چې د ښځو حقوق پکې تضمین شوي نه وي.»

نوموړې وړاندې طالبان تورن کړي، چې د ښځو د حقونو په اړه یې دریځ نه دی بدل کړی او تر څنګ يې په دوحه کې د سولې خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې.

رولا ددې تر څنګ له نړیوالو غوښتي، چې د افغانانو په مالکیت او د حکومت په رهبرۍ د مخته تلونکې سولې پروسې ملاتړ وکړي او په دې توګه په افغانستان کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو خوندیتوب ته ژمنیتا وښيي.

دې د طالبانو له لوري د جګړې د زیاتوالي د تور په تکرار سره ادعا کړې، چې طالبان يې د جګړې د شدت په زیاتوالي ویرولای نشي.

د رولا غني له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيمونو تر منځ په خبرو کې پرمختګ شوی او د طالبانو او امریکا تړون د کابل د مذاکراتي ټیم له لوري د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د بنسټ په حیث منل شوی.

که څه هم په بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ د جګړې کموالي او پای ته رسېدو ته د ولس هیلې راټوکولې؛ خو طالبانو حکومت تورن کړی، چې د سولې پروسې د هڅو د پیکه کېدو کوښښ کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.