Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65546
تاریخ انتشار : سه شنبه 4 لیندۍ 1399 ساعت : 17:26:15

ولسمشر د مجرمینو د علني محکمه کېدو حکم ورکړی

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولسمشرغني د ټولو هغو مجرمانو چې په بېلابېلو جرمنو کې ښکېل وي د علني محکمه کېدو حکم ورکړ.

امرالله صالح دغه راز له ولسمشره مننه وکړه چې په دې برخه کې یې جدي اقدام وکړ او زیاته کړې یې ده چې مهمه ده ترڅو له دې وروسته مجرمان په ښکاره توګه د خلکو پر وړاندې محکمه شي او په سزا ورسېږي.

ولسمشرغني دغه حکم په داسې حال کې صادروي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او نورو ولایتونو کې جنایي پېښې زیاتې شوې دي او عامو خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي و، چې لویې څارنوالۍ ته یې امر کړی ترڅو کوم مجرمان چې د امنیتي ځواکونو له لورې نیول کېږي په علني توګه محکمه کړي او د محکمې په جریان کې د شهیدانو د کورنیو غړي د شاهدانو په توګه را وغوښتل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.