تېرو۲۴ ساعتونو کې ۲۹۰ کسان په کرونا اخته شوي
د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې۲۹۰ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۱۷ تنه ترې مړه شوي دي
دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴۶ کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۶ زره ۱۲۲ ته رسېدلی دی
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۵ زره او ۲۷۸ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې یو زر۷۱۲ مړه شوي دي
دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۷ زره او ۴۴۴ فعاله مثبتې پېښې شته.
د افغان ایرکا خبري اژانس