جينوا كنفرانس: کابل حکومت سره میلیاردونه ډالر مرسته اعلان شوې
سویس کې د افغانستان د رفا او ځان بساینې په نوم رابلل شوي کنفرانس کې د نړۍ بېلابېلو هیوادونو له کابل حکومت سره میلیاردونه ډالر مرسته اعلان کړې.
د ماليې وزارت ویاند «شمروز خان مسجدي» په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې په نننۍ ناسته کې اروپايي اتحادیې، پاکستان، جاپان، هند، ایټالیا، انګلستان، اسټرالیا ډنمارک، ناروې او یو شمېر نورو هیوادونو په کلني ډول او یا هم د مرستو په څلور کلن پروګرام کې له حکومت سره د مرستو اعلان کړی.
د مسجدي په خبره، که څه هم تمه ده چې د غونډې په دوام د امریکا او سعودي په ګډون یو شمېر «مهم» هیوادونه او د نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک په ګډون یو شمېر «مهم» بنسټونه مرستې اعلان کړي؛ خو تر دې دمه له حکومت سره د شویو مرستو اندازه شپږ میلیارد ډالرو ته رسېدلې.
دغه مرستې داسې مهال اعلانېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د افغان سولې خبرې هم پیل شوې.
داسې ګمان کېده چې نړیوال به نور له حکومت سره مرستې ونکړي او شوې مرستې به د هیواد په سوله او ثبات پورې وتړي؛ خو داځل هم د ۲۰۱۶ کال د جینوا کنفرانس په اړه مرستې اعلان شوې.