Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65559
تاریخ انتشار : چهار شنبه 5 لیندۍ 1399 ساعت : 19:32:09
د ایران د بهرنیو چارو وزارت:

په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو اقدامات د بشري حقوقو څخه سرغړونه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو جنایتونه د بشري حقوقو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ایران پرس سره په مرکه کې وویل: په افغانستان کې د اسټرالیایي فوځیانو د جنایتونو په اړه خپاره شوي راپورونه دردوونکي دي او ایران لپاره د ابوغریب د پېښو یادوونکې ده.

خطیب زاده د بشري حقوقو د مدعیانو له خوا د بشري حقوقو نقضېدا څخه د خواشینۍ په ښودلو سره وویل: د افغانستان د خلګو دردونه نه ختمېدونکي دي او ایران د افغانانو په غمونو کې ځان شریک بولي.

اسټرالیا د امریکا د نږدې ملګرو څخه بلل کیږي چي د ۲۰۰۱ میلادي کال را په دې خوا خپل ځواکونه افغانستان ته واستوله، د ځینو شواهدو له مخې د اسټرالیایي ځانګړې ځواکونه د څو کلونو په موده کې ۴۰ ملکي وګړي د ماشومانو او ښځو په شمول یې وژلی دی.

په یو مورد کې اسټرالیايي ځواکونو په یوه خونه کې یوه ښځه او ورسره ۶ ماشومان یې وژلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دوام کې د افغانستان د سولي له بهیر څخه د تهران پر ملاتړ باندې په ټینګار سره زیاته کړه: له بده مرغه په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کې د ټروریسم او د تاوتریخوالو څپه رامینځ ته شوې چی د حل یوازنۍ لاره یې خبرې اترې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.