Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65563
تاریخ انتشار : شنبه 8 لیندۍ 1399 ساعت : 13:45:51

تېرو۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ کسان په کرونا اخته شوي

‎د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې۱۲۱ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۱۲ تنه ترې مړه شوي دي

‎دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۳۴۹  کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۶ زره ۶۴۴ ته رسېدلی دی

‎د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۵ زره او ۹۶۳ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې یو زر ۷۵۲ مړه شوي دي

‎دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۷ زره او ۲۸۲ فعاله مثبتې پېښې شته.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.