Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65565
تاریخ انتشار : شنبه 8 لیندۍ 1399 ساعت : 13:49:24
د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ:

د شهید فخري د ټرور لاملیونو او امرینو ته دي سزا ورکړل شي

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایراني ایټمي ساینس پوه د ټرور د لاملینو او امرینو پر سزا ورکولو باندې ټینګار وکړ.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام سید علی خامنه ای د ایران د وتلی دفاعي او ایټمي ساینس پوه د شهادت په مبارکي ویلو او د هغه د نشتون د امله د خواخوږۍ په څرګنډولو سره د هغه د ټرور د لاملینو پر پرېکنده سزا ورکولو او د هغه شهید د هڅو دوام ورکولو باندې ټینګار وکړ.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: دغه ایټمي او دفاعي ساینس پوه چي د جنایتکاره مزدورانو له خوا په شهادت ورسېد، خپل نازولی ژوند د پوهنیزو هڅو په خاطر د خدای پاک په لاره کې ورکړل او د خدای پاک له جانبه د شهادت ستر مقام د اجر په توګه تر لاسه کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت د څېړنیزو چارو او د نوښتونو مشر او وتلی ساینس پوه محسن فخری زاده د جمعې په ورځ د یو ترهګریز اقدام په ترڅ کې په شهادت ورسېد.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.