Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65566
تاریخ انتشار : شنبه 8 لیندۍ 1399 ساعت : 13:51:53

د فخري زاده د ټرور د امله د رهبري ستر مقام ته د افغان د سیاسي ګونډ د خواخوږۍ پیغام

د افغانستان د عدالت او د پراختیا د سیاسي ګوند مشر د ایران د اسلامي جمهوریت د وتلي ساینس پوه د ټرور د امله د اسلامي انقلاب ستر لارښود، د ایران د اسلامي جمهوریت دولت او ولس ته د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړ.

په کابل کې زموږ د خبریال د راپور سره سم، سید جواد حسینی نن د شهید فخري د ټرور د ترهګرو لاملینو په غندلو سره وویل: دغه له ناځوانی څخه ډک اقدام، د اسلامي ایران د دښمنانو منجمله د امریکا او د صهیونیستي رژیم د عجز او د کمزوریو ښکارندوی دی.

د افغانستان د عدالت او د پراختیا د سیاسي ګوند مشر زیاته کړه: په ایران کې د علمي ستر شخصیت او وتلی ساینس پوه د ټرور په اړه تر اورېدلو وروسته زیات خواشینی شوم.

دا په داسي حال کې دی چي دغه ترهګریزه پېښه په افغانستان کې په رسنیو او ټولنیزو چینلونو کې پراخ انعکاس درلودلې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.