اسماعیل خان: افغان دولت د ملي مصالحې د عالي شورا له جوړېدو سره مخالفه دی
په افغانستان کې د جمعیت اسلامي د سیاسي ګونډ جګپوری غړی ادعا کړی چي افغان حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا د جوړونې سره مخالفه دی.
محمد اسماعیل خان ادعا کوي چي د افغان حکومت د مخالفتونو د امله د دې هیواد د ملی مصالحې عالي شورا د عبدالله عبدالله په مشرې تر دې دمه نه ده توانېدلې چي رسمي غونډه جوړه کړي.
اسماعیل خان زیاته کړه: د دې دلیل چي په دوحه کې د افغان مذاکراتي ټیم او د طالبانو تر مینځ خبري اترې نتیجې ته نه دي رسېدلي، په دې زمینه کې د قوي مدیریت نه شتون دی.
درې میاشتې مخکې د افغانستان ولسمشر د یو حکم په صادرولو سره د ملي مصالحې د عالي شورا غړي منصوب کړې چي د عبدالله عبدالله د مخالفت سره مخامخ شو، وروسته ځینې سیاسي مشرانو منجمله حامد کرزي هم د افغان ولسمشر له دې فرمان سره خپل مخالفت اعلان کړ.
که څه هم د عبدالله عبدالله او اشرف غنی تر مینځ د مصالحې د عالي شورا د جوړونې لپاره سیاسي تفاهم لیک له لاسلیکولو څخه ۶ میاشتي تیري شوي دي خو بیا هم د دې شورا غړي نه دي مشخص شوي.