Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65568
تاریخ انتشار : شنبه 8 لیندۍ 1399 ساعت : 13:55:04

د شهید فخری زاده قاتلان دې د سخت انتقام په تمه ووسي

د ایټمي سائینسدان ترور ماډرن علومو ته د ایران درسیدا په مخنیوي کې د سلطې د نظام یو ترټولو ځيږ او سپير اقدام دی خو هیڅ به په لاس ورنشي او دغو تورزړو او وحشي اقداماتوسره به د ایران د میړنی ولس مخ په وده ترقي ونه دریږي او له قاتلانو او د هغو له اربابانو به نهائی غچ واخستل شي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامی ایران دپوځ  لوي درستیز  سردار حسین باقري  په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ،سخت غچ  او انتقام  د ایران د  دفاع وزارت د څيړنو او نویوالي د  ادارې   دمشر ډاکټر محسن فخري زاده  قاتلانو په انتظار کې دی .

 د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت  د څيړنو او  ماډرنولو د ادارط مشر  ډاکټر محسن فخري زاده  پرون مازدیګر د تهران ولایت په آبسرد سیمې کې د تورزړو ترهه ګرو په  حملې کې شهید شوی دی .

 سردار باقري  په خپل پیغام کې وئيلي دي ، یو ځل بیا  له نړیوال استکبار او وحشي  او پلیت صهیونیسټي رژيم سره  اړونده تورزړو ترهه ګرو  په یوه وحشي ډوله اقدام کې د ایران  دعلمي ، څيړنیز  اودفاعی ډګر یو خدمت کونکی   داسې مدیر شهید کړ ی چې  پخپل برکتناک عمر کې ئې  ملت ته ډير زیات خدمتونه کړي دي  او توانیدلی د  هیواد دفاعي توان تر منلو پورې دفاعی حد ته رسولی دی .

 دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  عمومي قوماندان سردار سلامي   هم  په خپل پیغام کې  وئيلي دي ، د ایټمي سائینسدان ترور  ماډرن علومو ته د ایران  درسیدا په مخنیوي کې  د سلطې د نظام یو ترټولو ځيږ او سپير  اقدام دی خو هیڅ به په لاس ورنشي او دغو تورزړو  او وحشي اقداماتوسره به د ایران د میړنی ولس  مخ په وده  ترقي  ونه دریږي   او له قاتلانو او د هغو له اربابانو به نهائی غچ  واخستل شي .

همداراز د ایران د اسلامی شورا  مشر محمدباقرقالیباف  هم د ډاکټر محسن فخحخري زاده ترور د  نړیوال استکبار  او وحشي صهیونیسټي رژيم  دخباثت او کینه کښې څیرې  دلازیاتې څرګندیدا لامل بللی او  روښانه ئې کړې ده ،   تورزړو دښمنانو  چې  له صبر  مقاومت  اوکلکې دریدا  او همداراز دپه د رستو ټيکنالوجیکي ایټمی  او پوځي ډګرونو کې   دایران دملت د بچیانو  له پرمختګ او ودې سره په مخامخیدا او مقابلې  کې بې وسه دي ، په دغه ډول ناځوانمردانه  او له انساني  چوکاټ او د نړیوالو معیارونو له حدودو بهر  کرغیړنو اقداماتو ته ئې مخه کړې ده .خوباید پوهه دې شي ،چې ددغه شان  سپيرو اقداماتو  بّیه به  حتما ورکړي  او بې ځوابه به پاتې نشي  او دغه ډول ناځوانمردانه او ترهه ګر اقدامات  د ایران د میړني ملت په کلکې دریدا اومقاومت کې هیڅکله هم کوم خنډ نشي اچولی  .

 دغه راز  د ایران د  اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  هم ددغه ناځوانمردانه اقدام  په غبرګون کې د نړیوالې ټولنې  په تیره بیا د اروپائی اتحادئې له خوا د شرمونکو دوه ګوڼو معیارونو  دختمیدا په ضرورت په ټينګار سره وئيلي  وئيلي ، دغه بزدلانه  عمل  چې پکې د اسرائيلو  درول جدي  شواهد لیدل کیږي ، د پلانونکو او ترسره کونکو  د جنګ غواړي خوي اوسربدالۍ نښه ده . هغه همداراز ټينګار کړی ،  نړیواله ټولنه په تیره بیا اروپائي اتحادیه دې  خپل شرمونکي  دوه ګوڼه  سټنډرډونه  پاي ته ورسوي او دغه شان  تورزړي او ړانده ترهه ګراقدامات دې وغندي .   همداراز د  وسلوال پوځ او دفاعی صنایعو  په حوزې کې د ایران د درستو قواؤ دکمانډرانچیف  سلاکار سردار تورن جنرال حسین دهقان هم پخپل پیغام کې  وئيلی دي وحشي صهیونیسټان د خپل  سپير جوارګر سیاسی متحد عمر  په وروستیو شپو ورځو کې د یوه بشپړ جنګ   درامینځةکولو لپاره  پر ایران  ددباؤ په زیاتولو  او سختولو پسې دی خو  هیره ئې کړې ده چې  هیڅ به په لاس ورنشي .  هغه ټینګار کړی ، شپه ستره ده اوقلندر هم ویښ،  ددغه مظلوم  شهید د قاتلانو په سر به  داسې طوفان  اوتورتم راولوو   چې پخپلو کړو به ډير زر پښمانه شي .

 دایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د  ا دارې مشر علی اکبر صالحي هم  وئيلي دي ، د دغه ایټمی پوه او انسان دوسته متفکر  اوپوه ډاکټر محسن فخري زاده  شهادت به د اسلامی ایران دلاپیاوړتیا لامل شي.

علی اکبر صالحي د ایران دفاع وزیر سردار امیرحاتمي ته  په یوه پیغام کې  وئیلي دي ،د ډاکټر فخري زاده د ناځوانمردانه ترور خبر  چې  دخپل  برکتناک عمر کلونه کلونه ئې د اسلام  ایران  ددفاعی توان  په لوړتیا او مجاهدتونو کې  تیر کړي ، ډير افسوسناک  دی او ژوری اغیزې ئې شیندلي دي .  او باید  درست دې پوهه شي ، چې دغه پاکه وینه   به د  اسلامی ایران  د ملت  او هیواددفاعي اډاڼۍ نوره هم پیاوړي او مضبوطه کړي  او د ایران د ملت مقاومت او سخته دریدا به  لازیاته رابرسیره شي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.