Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65569
تاریخ انتشار : شنبه 8 لیندۍ 1399 ساعت : 13:56:28

روحانی: دښمن د ماتي خوړلو د امله ایټمي ساینسپوهان ټروروي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسشمر وویل: بې له شکه د ایټمي ساینس پوه د وژلې ټروریستي پېښه د ایران د قسم خوړلي دښمن د بې وسیو ښودونکې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د دې هیواد د وتلي ساینس پوه محسن فخري زاده د شهادت د امله  د خواخوږۍ په پیغام کې زیاته کړه: یو ځل بیا د نړیوال استکبار پلید لاسونه د صهیونیستي غاصب رژیم په مزدورۍ د ایران د ټاټوبي د دغه زړه ور بچي په وینو ککړ شوي او د ایران ولس یې د دغه وتلي ساینس پوه په وېره کښینول.

روحاني ټینګار وکړه: بې له شکه د ایران د ولس قسم خوړلې دښمنان د ستر ولس د پوهنیزو افتخاراتو او وړتیاو د خوځښت په وړاندې او په سیمه کې د پرلپسې یو ماتو او په نړۍ کې په نورو سیاسي ډګرونو کې د ناکامیو د امله دغه ټروریستي اقدام تر سره کړي چي د نړیوالو په نزد کې د هغوی د زیات خباثت او د کینې ښکاره کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران د ولس رذیل دښمنان باید په دې پوه شي چي د دغه ساینس پوه په شهادت سره نه یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځوانانو او د ساینس پوهانو اراده نه کمزوره کوي بلکي د دغه شهید د لاري دوام ورکولو لپاره د هغوی هوډ لا پیاوړی کوي.

محسن فخري زاده د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت د څيړنیزو او نوښتونو او د ایټمي څېړنو رئیس و چي د جمعې په ماځیګر کې د تهران د ښار په څنډو کې په یوه ټروریستي برید کې په شهادت ورسېد.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.