Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65595
تاریخ انتشار : شنبه 15 لیندۍ 1399 ساعت : 22:00:49

اسرائیلو سره د اړیکو رغېدا د سعودي د سیاسي پلان یوه برخه ده

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه اعلان وکړ چي د صهیونیستي رژیم سره د ډیپلوماتیکو اړیکو رغونه د دې هیواد د چارواکو د سیاسي پلان یوه برخه ده.

د الجزیرې د راپور سره سم، د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود د جمعې په ورځ دغه خبره یې تائید کړه چي سعودي له ډېري مودې را په دې خوا اسرائیلو سره د اړیکو د رغولو پلان لرلی دی.

هغه زیاته کړې چي د دې کار وړاندیز په لومړي ځل په ۱۹۸۲ کې د فهد بن عبدالعزیز آل سعود له خوا مطرح شو.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل:  د ریاض لړلید دا دی چي اسرائیل د خپلو ګاونډیو سره بشپړ اړیکي جوړي کړي او تل ابیب د موافقې د تر لاسه کولو په موخه فلسطینیانو سره مذاکرات پیل کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.