په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سفارت اعلاميه د مهاجرو پر بانکونو کارتونو د بندیز په اړه!
د يو شمېر اېران مېشتو افغان کډوالو چې په دې وروستيو کې يې عابربانک کارتونه (ATMکارتونه) بند شوي دي، د دوي د مراجعې او ټليفوني اړيکو پر بنسټ سفارت دغه موضوع له ډيپلوماټيکو لارو د اېران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت او د اتباعو او کډوالو ادارې سره شريکه کړه او دغه ستونزه يې په خپل وخت تعقيب کړه، چې له تعقيب وروسته د اېران اسلامي جمهوريت مسوولينو وويل چې د مرکزي بانک له آخري خبرتيا سره سم ټول بانکونه موظف دي چې د هغو افغان کډوالو لپاره چې معتبر اقامتي اسناد لري، بانکي حساب پرانیزي او ATM کارت ورکړي، که چېرې د بانک کومه څانګه له دغې کړنلارې سرغړونه وکړي، افغان کډوال دې د بانک له هماغې څانګې او سیمې په دقیق ډول په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت، د کډوالو چارو ادارې ته خبر ورکړي، تر څو د اېران مرکزي بانک نظارت څانګې ته خبر ورکړل شي او دغه سرغړونه وڅېړل شي.
په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت، د اېران اسلامي جمهوري دولت له ټولو هغو ادارو چې په دې برخه کې یې هراړخیزې مرستې کړي دي، مننه او ستاينه کوي.