Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65635
تاریخ انتشار : دوشنبه 24 لیندۍ 1399 ساعت : 18:25:24

د خواف ـ هرات اورګاډی ستره تاریخي پیښه ده

د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فدا حسین مالکي وویل د خواف ـ هرات د اورګاډي د کار پیلیدل د افغانستان او د ایران د ارتباطاتو په تاریخ کې ستره پیښه ده .

هغه له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښېوویل د خواف ـ هرات د اورګاډي د کار پیلیدل یوه (۱) داسې ستره تاریخي پیښه ده چې کلونه کلونه د ایران او د افغانستان ملتونه  او حکومتونه د دغه پیښې په انتظار وو .

د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فدا حسین مالکي زیاته کړه د خواف ـ هرات د اورګاډي د کار پیلیدل یو(۱) اساسي بدلون دی چې د سیستان و بلوچستان او په نهایت کښې د چابهار بندر لپاره ځانګړی موقعیت رامینځته کوي او افغانستان هم په سیمه کښې د یوه(۱) تجاري مهم بندر په توګه تعریف کیږي .

هغه کابل ته د ایران د چارواکو د سفرونو د اهمیت په هکله هم د افغانستان په وړاندې د تهران د فعالې ډيپلوماسۍ په اهمیت باندې ټينګار سره وویل ایران او افغانستان ګډ تمدن او ګډه ژبه لري او په بیلابیلو موضوعګانو کښې د ملګرتیاو د پراخولو هڅه کوي .

د خواف ـ هرات د اور ګاډي پټلۍ چې یوسل څلویښت(۱۴۰) کلومیټره اوږده ده د دسمبر د میاشتې په لسمه (۱۰)نیټه د ایران او د افغانستان د ولسمشرانو  د ویډیو  کانفرنس له لارې پرانیستل شوه .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.