Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65718
تاریخ انتشار : يکشنبه 21 مرغومی 1399 ساعت : 21:24:31

د افغانستان په مسئله کښې د شهید سردار سلیماني د رول څیړنه

د تبیان سیاسي او کلتوري مرکز مشر د افغانستان د ولسواکه حکومت په جوړولو کښې د شهید سردار سلیماني رول اغیزناک او مهم وباله

د تبیان سیاسي او کلتوري مرکز مشر د افغانستان د ولسواکه حکومت په جوړولو کښې د شهید سردار سلیماني رول اغیزناک او مهم وباله

حجت‌الاسلام والمسلمین سید عیسی حسیني مزاري پرون (د افغانستان په لړ کښې د سردار قاسم سلیماني د رول جاجونه) ترعنوان لاندې ویبنار کښې وویل: د افغانستان خلک دنده لري چې له بل هر چا زیات د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندا ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني مننه وکړي ځکه چې د هغه پامته داره دي.

هغه زیاته کړه: په عراق، شام، لبنان، یمن او د اسلامي نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د شهید سردار سلیماني پراخ خدمات په پریکنده توګه د افغانستان له خلکو سره یو ډول مرسته وه.

حجت‌الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری، شهید سردار سلیماني د افغانستان په ټولو ډګرونو کښې اغیزناک کوباله او زیاته یې کړه چې د شهید سلیماني افکار د افغانستان د صلحې او ثبات په ګټه دي.

هغه هم داشان ټینګار وکړ چې باید د یو آباد او آزاد افغانستان د جوړولو په لړ کښې د شهید سلیماني له تجربو ګټه پورته کړې شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.