امریکا د استکبار مخالفان ترهه ګر ګڼي
امریکا له هر هغه رژيم سره چې سیاستونه او پلانونه ئې مني ، تعامل کوي،که څه هم د اسرائيلو په څیر تر ټولو ستر جنایتکار ترهه ګر هم وي .
زمونږخبریال راپور راکړ د یمن د لوړانقلاب دکمیشن مشر محمد علی الحوثي وئیلي دي ، امریکا هر هغه څوک چې د استکبار او د هغو دغلیمانه سیاستونو او اقداماتو په وړاندې دریږي ، ترهه ګر ګڼي .
الحوثي وئیلي دي ، د حماس ،حزب ا... او اسلامی جهاد غورځنګونو نامې د امریاک دترهه ګرۍ په لیسټ کې دي ،ځکه دغو غورځنګونو تل د امریکا له غلیمانه سیاستونو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی .
هغه زیاته کړې ده،امریکا له هر هغه رژيم سره چې سیاستونه او پلانونه ئې مني ، تعامل کوي،که څه هم د اسرائيلو په څیر تر ټولو ستر جنایتکار ترهه ګر هم وي .
د امریکا خارجه وزارت دجنورۍ په لسمه نیټه د انصار ا... غورځنګ او ددغه غورځنګ د مسئولانو دترهه ګر بللو لپاره دخپلې فیصلې خبر ورکړی ؤ .
د امریکا دغه اقدام دیمن د ډيرو چارواکو ،ګوندونو اوډلو ټپلو له خوا له پراخ محکومیّت سره مخامخ شوی دی .