Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65752
تاریخ انتشار : چهار شنبه 1 سلواغه 1399 ساعت : 19:23:55

په افغانستان کښې د ډزبندۍ منلولپاره د طالبانو شرطونه

طالبانو په افغانستان کښې د ډزبندۍ منلو لپاره خپل شرطونه اعلان کړل.

د طالب ډلې وياند وويل، دغه ډله په افغانستان کښې د اسلامي نظام د ټينګېدو له دغه هېواده د امريکې په مشرۍ د ټولوبهرنيو فوځيانو د وتلو د ضمانت په صورت کښې ډزبندي مني او جنګ ختموي.

په افغانستان کښې د اسلامي نظام له ټينګېدو نه د طالب ډلې مراد هغه د اسلامي اماراتو په نامه حکومت دے چې د اشرف غني حکومت په ځلونو تاکيد کړےدے د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او اساسي قانون د معاملې وړ نه دي.

دا په داسې حال کښې دي چې په قطر کښې د صلحې د خبرو اترو د دويم پړاوله شروع کېدو سره په يو وخت دافغانستان په مختلفو سيمو باندې د طالبانو حملې زياتې شوې دي او حکومت يې دليل د خبروترو په مېز د خپل دريځ مضبوطول او له حکومته د لا زياتې ونډې  حاصلول دي..


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.