ارګ: د بودیجي د رد په برخه کې د ولسي جرګې دلایل معقول نه دي
داسې مهال چې د کابل حکومت ولسي جرګې د ارګ له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره وړاندیز شوې بودیجه د دوهم ځل لپاره هم رد کړه؛ ارګ وايي، د بودیجې د رد په برخه کې د ولسي جرګې دلایل معقول نه دی.
په عامه او ستراتيژيکو اړیکو کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» نن په کابل کې يوې ناستې ته د وینا په مهال پر ولسي جرګې غږ وکړ، چې د حکومت له لوري ور وړاندې شوې بودیجه ومني، تر څو دده له قوله، حکومت پراختیایي پروژې مخته یوسي او د زرګونو دولتي کارمندانو او عسکرو معاشات اجراء کړي.
د عمر په خبره، ولسي جرګې د بودیجې د رد لپاره ډېر دلایل په ګوته کړي، چې د توجیه وړ نه دي.
یاده دې وي، چې روانه اوونۍ ولسي جرګې په دوهم ځل د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د حکومت وړاندیز کړې بودیجه رد کړه او غیر متوازنه یې وبلله.
د ولسي جرګې غړي ادعا لري، چې د نوي مالي کال بودیجه غیرمتوازنه ده، د دولتي کارمندانو معاشات پکې یو ډول نه دي او زرګونه پراختیایي پروژې ترې لیري کړل شوې دي.
ددوی په خبره، په بودیجه کې یوازې د چارو ادارې دېرش میلیونه ډالر د خوراک لپاره ځانګړي کړي دي.
د ولسي جرګې رییس «میررحمان رحماني» تور پورې کوي، چې د بودیجې د چمتو کولو صلاحیت له مالیې وزارت اخیستل شوی او هر څه د ملي امنیت شورا د پرېکړو په اساس کېږي.
ورته مهال مالیې وزارت بیا د ولسي جرګې تورونه ردوي او ادعا کوي، چې دوی د بودیجې په چمتو کولو کې خپل صلاحیتونه کاروي او له اشرف غني هم هدایات اخلي.