Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65761
تاریخ انتشار : پنج شنبه 2 سلواغه 1399 ساعت : 21:50:09

طالبان دې د نورو بندیانو د خوشي کېدو تمه نه لري

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ټینګار وکړ چي طالبانو دي د خپلو نورو بندیانو د خوشي کولو تمه نه لري.

حمدالله محب خبریالانو ته وویل: افغان حکومت د سولې د راتلو په موخه د طالب وسلوالو پنځه زره بندیان خوشي کړل؛ خو له دې سره سره وسله والو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې خپلو بریدونو ته يې زور ورکړی دی.

نوموړی څرګندوي په افغانستان کې د وسلوالو له لورې د هدفې وژنو او بریدونو ډېروالی دا په ډاګه کوي چې هغوی په افغانستان کې سولې ته ژمنتیا نه لري او د نورو هېوادونو په غوښتنه په افغانستان کې عامه شتمنۍ له منځه وړي .

 د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وایي: «له وسلوالو طالبانو څخه د سولې یوه خبره نه اوریدل کېږي په داسي یو وضعیت کې د نورو بندیانو د خوشي کولو تمه باید طالبان ونه لري. د دې هېواد دفاع په موږ لازمي او حق دی، که چېرته طالبان سوله کوي زموږ پلاوی ورسره په خبرو کې بوخت دی، چېرته چې د تفاهم لاره خلاصه وي بیا څوک جګړه نه کوي، دوی د جګړې لپاره هیڅ مشروعیت نه لري، تاسو وینۍ چې طالب دلته هره ورځ نه یوازي دا چې افغانان وژني بلکه عامه شتمنۍ په خپلو بادارانو باندې تقسیموي او چور ته لاره هواروي، له افغانستان څخه وسلې او مهات وړي او هلته يې په پاکستان کې پلوري.»


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.