Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65762
تاریخ انتشار : پنج شنبه 2 سلواغه 1399 ساعت : 21:51:44

بایډن په لومړۍ کاري ورځ پنځلس فرمانونه صادر کړل

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ کاري ورځ  د پنځلسو فرمانونه په صادرولو سره د ټرمپ ځینې اقدامات لغوه کړي دي.

 هغه د مسلمانو هېوادونو وګړو ته پر ورتګ بندیز لرې کړی دی، د کډوالو په اړه یې د ټرمپ تګلاره لغوه کړې ده، له مکسیکو سره یې د دیوال جوړولو پروژه لغوه کړه، د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو فرمان یې لغوه کړ، د اقلیم د ساتنې له نړیوال پروګرام سره بېرته یو ځای شو او دغه راز یې ګڼ نور فرمانونه هم صادر کړل.

هغه د لوړې تر مراسمو وروسته وویل: هیله لرم د نوي احکامو په لاسلیکولو سره د کرونا وایروس د خپراوی سره د مبارزې او د اقلیمي بدلون سره د مقابلې په ډګر کې خوځښت رامیڼځ ته کړم.

د ټرامپ د ادارې د سیاستونو لغوه کېدا د بایډن د ټاکنیزو ژمنو اصلي برخه ګڼل کېدا.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.