Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65770
تاریخ انتشار : سه شنبه 7 سلواغه 1399 ساعت : 21:43:54

اروپايي ټولنې له کرونا سره مبارزې لپاره ۳۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

اروپایي ټولنې اعلان کړی چې له کرونا سره ویروس د مبارزې او ټولنیزو او اقتصادي اغېزو کمولو په موخه له افغانستان سره د ۳۵ میلیونه یورو مرسته کوي.

په کابل کې د اروپایي ټولې استازولۍ په اعلامیه کې چې نن (د سلواغې ۷مه) خپره او پژواک ته رسېدلې راغلي، د کرونا ویروس له پیل راهیسې تر اوسه له افغانستان سره د دغه بنسټ مرستې ۱۴۷ میلیونو یورو ته رسېږي.

سرچینې لیکلي، ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې دغه ۳۵ میلیونه یورو تازه مرسته د نړیوال روغتیایي سازمان، یونسېف او اغاخان بنسټ؛ درېیو پروژو له لارې د روغتیایي سیستمونو ظرفیت لوړونې، د ناروغانو د معایناتو او درملنې، د کرونا مخنیوي، د پوهاوي ډېروالي او تغذیوي ګواښونو راټیټولو په برخو کې ولګول شي.

اروپایي ټولنې په دې اعلامیه کې ویلي چې د کرونا خپرېدو د افغانستان وضعیت لا پسې خراب کړی او هغه هېواد ته یې ډېرې اړتیاوې رامنځته کړې چې له لسیزو راهیسې جکړه په کې روانه ده.

دغه بنسټ زیاته کړې چې پراخې بې کارۍ او پر وارداتو محدویتونو په افغانستان کې غذایي ناامني ډېره کړې ده او د ارپایي ټولنې او ملاتړو په مرسته به یې ۳۰۰ زره ماشومان او میندې د خواکي توکو خدمتونه ترلاسه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.