Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65783
تاریخ انتشار : چهار شنبه 15 سلواغه 1399 ساعت : 23:19:12

د فاطمةالزهرا(ص)د نیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي


د بي بي فاطمه (س) اخلاق او د ژوند څو ګوښې

زهد او پرهيزګاري:
له امام صادق عليه السلام او جابر انصاری نقل شوي دي چې پيغمبر(ص) بي بي فاطمه (ع) وليدله چې شبړې او ډيلې جامې يې اغوستې دي، په لاسو سره ميچنه تاوهي او سره له دې بچې ته پۍ هم ورکوي، د پيغمبر(ص) په سترګو کښې اوښکې راغلې او وې فرمايل زما ګرانې لورې د اخرت د شيرينۍ او خوږوالي لپاره د دنيا سختۍ وزغمه عرض يې وکړو ای د خداي رسوله(ص) د خداي د نعمتونو شکر کوم او خداي پاک دا ايت نازل کړو: وَ لَسَوْفَ يُعْطِيکَ رَبُکَ فَتَرْضَی38 خداي پاک به تاله ډير زر درکړي چې راضي او خوشحاله شې.


په کور کښې کار:
امام صادق عليه السلام فرمايې چې علی عليه السلام به اوبۀ او خشاک راوړلو او بي بي فاطمه (ع) به اوړۀ وړول، اغږل به يې، ډوډۍ به يې پخوله او جامې به يې ګنډلې. حضرت علی عليه السلام فرماي فاطمې(ع) بي بي په مشک کښې دومره اوبۀ راوچلولې چې په سينه يې اثر وکړو او په سينه کښې يې درد پيدا شو. په خپلو لاسو يې ميچن دومره وچلولو چې لاسونه يې پولۍ شول، د کور د صفايۍ په وجه يې جامې له دوړو ډکې او دومره اورونه يې د پخلي لپاره بل کړل چې جامې يې لوغړنې شوې.

يوه ورځ د خداي رسول (ص) د فاطمې(ع) کور ته ورغی او وې ليدل چې بي بي فاطمه (ع) د ميچنې په چلولو مشغوله ده . پيغمبر(ص) وفرمايل: په تاسو کښې کوم يو ډير ستړی دی. علی عليه السلام وفرمايل: "فاطمه(ع)" پيغمبر(ص) فاطمې(ع) ته ورغۍ او ورته يې وويل پاڅه . بي بي فاطمه (ع) پاڅيده او پيغمبر(ص) د هغې په ځايې کښيناست او له علي عليه السلام سره يې د دانو په اوړۀ کولو کښېی مرسته وکړه.

امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام فرماي په خداي قسم له فاطمې(ع) سره په ټول ژوند کښې مې هيڅ کله هغه خفه نه کړه او نه مې کوم کار ته مجبوره کړه او هغې هم زه خفه نۀ کړم او زما نافرماني يې و نۀ کړه. او چې کله به مې هغې ته کتل نو غمونه او دړدونه به مې ختميدل.39 بي بي عائشه فرمايي د پيغمبر(ص) نه علاوه تر فاطمې(ع) زياته رښتونې ښځه ما نه ده ليدلې.40

حسن بصري وايي په دنيا کښې له فاطمې(ع) زياته عبادت کوونکې ښځه نۀ ده راغلې هغې دومره عبادت کوؤ چې پښې به يې و پړسيدې.41

امام حسن مجتبی عليه السلام فرمايي مور بي بي فاطمه (ع) به مې ليدله چې د جمعې په شپه به عبادت ته پاڅيده، له ماښامه تر سهاره به يې رکوع او سجدې کولې او د مؤمنانو سړو ښځو لپاره به يې دعا کوله. د هر کس نوم به يې اخستو او دعا به يې ورته کوله ما ورته وويل مورې لکه څنګه چې نورو ته دعا کوي خپل ځان ته ولي نۀ کوي؟ هغې وفرمايل ځويه لومړۍ ګاونډيان بيا ځان.42


حجاب، پړده او له پرديو سړو حيا:
امام موسی بن جعفر فرمايي چې حضرت علی عليه السلام وفرمايل يو نابينا او ړوند سړی د بي بي فاطمه (ع) کور ته ورغی بي بي ځان په چادر کښې پټ کړو . پيغمبر(ص) ترې پوښتنه وکړه. چې ولي دومره پړده کوې، دی خو تا نۀ ويني؟ بي بي وفرمايل که ما نۀ ويني نو زۀ خو يې وينم .او بله دا چې پوزه او د بويولو حس خو يې روغ دی او عطر بويولی شي"

رسول(ص) وفرمايل ګواهې ورکوم چې ته زما د وجود ټوټه يې43 له بي بي فاطمه (ع) پوښتنه وشوه چې د ښځو لپاره څۀ څيز تر ټولو غوره دی. هغې وفرمايل د ښځو لپاره تر ټولو ښه دا ده چې سړي ونۀ ګوري او سړي هم هغوي ونۀ ګوري.


له خدمتګارې سره د کور د کار ويشل:
سلمان فارسي وايي بي بي فاطمه (ع) ناسته وه او ميچن يې چلوله او د لاسونو د زخمونو په وجه د ميچنې دسته هم د وينو وه. امام حسين عليه السلام چې هغه وخت يو وړوکی ماشوم ؤ، د کور په يو کونج کښې له لوږي ژاړل. ما عرض وکړو ای د خداي د رسول (ص) لورې! ﻻسونه دی ولي زخمي  کړي دي. فضه هم شته دې ته پريږده چې ميچن وچلوي. بي بي فاطمه (ع) وويل د خدا ي رسول (ص) ماته فرمايلې دې چې پکار ده يوه ورځ زۀ په خپله د کور کار کوم او يوه ورځ فضه. او ددی نمبر پرون تير شو.44


له کاليو او سنګاره ځان ساتل:
امام سجاد عليه السلام فرمايي چې اسماء بنت عميس راته قيصه وکړه چې يوه ورځ ستا له نيا (بي بي فاطمه (ع) ) سره ناسته ؤم چې ګران رسول (ص) راننوت. بي بي د سرو زرو يو اميل په غاړه کړی ؤ چې حضرت علی عليه السلام ورله د خپلې برخې د غنيمت له ماله اخستی ؤ. پيغمبر(ص) وفرمايل ای ګرانی لورې! خلق ونۀ وايې چې د محمد لور د جبارانو او لويانو کالي اغوندي." بي بي فاطمه (ع) هغه اميل مات کړو، خرڅ يې کړو او په هغې يې يو غلام واخست او  بيا يې ازاد کړو. د خداي رسول (ص) له دې کاره ډير خوشحاله شو.45

پيغمبر(ص) د بي بي فاطمه (ع) د وادۀ لپاره يو قميص واخستو ځکه چې د بي بي فاطمه (ع) په خپل قميص کښې پيوندونه لګيدلي وؤ. په دغه وخت يو فقير راغی او وې ويل چې ماته يو زوړ قميص را کړئ بي بي فاطمه (ع) وغوښتل چې خپل زوړ قميص ورته ورکړې خو را ياد يې شو چې خداي پاک په قران کښې فرمايي: لَنْ تَنَالوا البِرَ حَتی تُنفقوا مما تحبون (تر هغه پورې يو څيز نيکۍ ته نۀ رسي چې هغه شی نورو ته ورنۀ کړې چې پخپله دې خوښ وي) يعني پکار دی چې د خپلې خوښې څيز نورو ته ورکړې. له همدې امله يې خپل نوی قميص فقير ته ورکړو.46

ـــــــــــــــــــــــــــ
38 . سورة ضحی اية 5 ( تفسير در منثور ) کنزالعمال ج 6ص295
39.  بحار ج 43 ص 134 ، کشف الغمه ج 1 ص 492 ، بيت الاحزان ص37
40.  بحار ج 43 ص134، مستدرک الصحيحين ج 3 ص 160
41 . بحار ج 43 ص84 ، مناقب ج 3 ص 119
42.  بحار ج 43 ص 81و 82
43 . بحار ج 43 ص 91 1
44 . بحار ج 43 ص81
45 . بحار ج 43 ص 81, عيون الاخبار ج2 ص 45
46 . رياحين الشريعه ج1 ص 106


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.