Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65802
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 سلواغه 1399 ساعت : 22:32:42

امام خامنه‌ای: برجامي ژمنو ته د ايران د ستنېدو شرط؛ امريکه پکار دے په عمل کښې بنديزونه لغو کړي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ: ايران به هله خپلو برجامي ژمنو ته راوګرځي چې امريکه په عمل کښې ، نه په خبرو او د کاغذ په مخ ټول بنديزونه لغو کړي.

د ايران د ټولو قواو معظم قوماندان حضرت آيت الله العظمی سيد علي امام خامنه اي د فوځ د هوائي او هوائي دفاع ځواک د يو شمېر قوماندانانو په کتنه کښې د ۵۷ هجري نمريز کال د سلواغې د مياشتې په نولسمه له امام خميني (رح) سره د هوائي چلن د پائيلټانو تاريخي بيعت د اسلامي انقلاب د کاميابۍ يو اصلي عامل او مهمه حېرانونکې او د امريکنيانو د يوې محاسباتي تېروتنې ښودونکې چاره وبلله او وې فرمايل، د اسلامي انقلاب د چټکه حرکت دوام په ډګر کښې د خلقوشتون، پرله پسې کار او کوشش، په خاصه توګه د چارواکو ترمېنځ اتحاد او يووالے، په الهي وعدو اعتماد او په عمل کښې د ملي اقتدار د ټکو زياتولو ته ضرورت لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ د امريکې وروستۍ رسوا کونکي واقعات او ټرمپ نسکورېدل د امريکې د اجتماعي او سياسي انتظام او قوت زوال وبلۀ او د برجام ايټمي موافقې او بنديزونو په باره کښې د اروپائي او امريکائي چارواکو د نظر څرګندونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، امريکنيان او اروپايان د هيڅ ډول شرط وړاندې کولو حق نه لري ځکه چې د خپلو برجامي ژمنو خلاف ورزۍ يې وکړې او هغه لورے چې پکار دے شرط وړاندې کړي اسلامي جمهوريت دے ځکه چې په خپلو ژمنو پابند ؤ.

حضرت آيت الله العظمی امام خامنه اي دا خبره په ګوته کړه چې ايران به هغه وخت خپلو برجامي ژمنو ته راوګرځي چې امريکه په عمل کښې ټول بنديزونه لغو کړي نه په خبرو او د کاغذ په مخ کښې او د بنديزونو دغه لغو کېدل پکار دے د ايران د راسي آزمائنې وړ وګرځي. د اسلامي جمهوريت دغه سياست پرېکند، نه ستنېدونکے او د ټولو چارواکو د اتفاق وړ دے او هيڅوک به ترې سرغړونه ونه کړي.

دوي په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران په وړاندې د امريکې محاسباتي تېروتنې دوام لري او همدارنګ د ايران له ملت څخه صحيح درک او شناخت نه لري، زياته کړه د دغو محاسباتي تېروتنو يوه نمونه د اته اتيايم هجري نمريز کار په فتنه کښې وه چې د امريکې ډېموکرېټ ولسمشر په دې خيال سره چې کار به تمام کړي په سرکاري توګه له فتنې  څخه ملاتړ اعلان کړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ايران د راپرزولو په هدف سره بې مخينې بنديزونه د امريکې د محاسباتي غلطيو يوه بله نمونه وبلله او وې فرمايل، له دغو وړومبۍ درجې احمقانو څخه يو احمق دوه کاله مخکښې ويلي وو چې د ۲۰۱۹ ميلادي کال په جنورۍ کښې به په تهران کښې جشن نمانځوو، حال دا چې هغه کس خپله د تاريخ په ډېران وغوروزلے شو او مشر يې هم په لغتو او رسوائۍ سره له سپېنې ماڼۍ څخه ووېستۀ خو د ايران اسلامي جمهوريت د خداے پاک په فضل سره سرلوړے ټينګ ولاړ دے.

حضرت آيت الله العظمی امام خامنه اي همدارنګ په سيمه کښې له امريکې سره د وابسته رژيمونو په خاصه توګه د صهيونسټ رژيم د وارخطائۍ او د هغوي د وروستيو بکواساتو وجه په نړيوال او کورني چاپېريال کښې د امريکې د زوال له حقيقت څخه د هغوي ويره او اضطراب وبلۀ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.