Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65808
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 سلواغه 1399 ساعت : 23:57:20

په هند کښې د واورينې تړې د ماتېدو له کبله ۱۶۰ تنه مړۀ او بې درکه شول

د هند په شمال کښې د طبيعي واورينې تړې ماتېدنه د ۱۶۰ تنو د مرګ او بې درکه کېدو سبب شوه.

د اېنډيا ټوډې خبري چېنل د رپوټ له مخې د هيماليه په غريزه سلسه کښې د طبيعي واورينې تړې ماتېدنه  د اتراکهنډ صوبې په چامولي سيمه کښې  د يو ډېم د زيانمنېدو او سېلاب راتلو سبب شوه چې په دغه پېښه کښې د لسو تنو مړي پېدا شول او يو نيم سل نور بې درکه دي چې د مړۀ کېدو احتمال يې زيات دے.

د دغې صوبې وزيراعظم اوم پراکاش وويل، دغه پېښه په چټکتيا سره رامنځته شوه او خلقو ته د خبرداري  ورکولو لپاره يې کافي فرصت نه لرۀ او حتمال کيږي چې هغه يو نيم سل کسان هم مړۀ شوي وي.

د سيمې خلقو سره د مرستې لپاره د امداد او ژغورنې ځواکونه سيمې ته لېږل شوي دي او د هند هوائي او زمکني ځواکونه هم په اتراکهنډ صوبه کښې د تيارۍ په حال کښې راغلي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.