Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65817
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 سلواغه 1399 ساعت : 19:06:57

اشرف غني: شوروي پوځيان له افغانستان څخه نامسوولانه ووتل

 د افغانستان ولسمشر اشرف غني څرګنده کړې؛ شوروي پوځيانو په داسې حال کې افغانستان پرېښود، چې د نظام د پايښت لپاره یې هیڅ بدیل نه و پریښی.

څلورلسیزې پخوا شوروي اتحاد د هند تودو اوبو ته د رسيدلو لپاره پر افغانستان پوځي یرغل وکړ. شوروي پوځيان  نهه کاله په يوه خونړۍ جګړه کې ښکېل شول؛ خو د ۱۳۶۷ لمریز هجري کال د سلواغې پر شپږ ویشتمه اړ شول، چې له افغانستان ووځي.

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲ کلیزې په مناسبت ولسمشر اشرف غني په یوه ټلویزیوني پیغام کې څرګنده کړې: دا، چې د شوروي سرتېرو وتل مسوولانه نه ول او د هېواد راتلونکي ته هم کوم تدبیر نه و نیول شوی؛ نو افغانستان په څو اړخیزه کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې په پایله کې یې د امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او د افغانستان بېخبنا له منځه ولاړه. اوس باید پرېکړې ته پوره پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړې: زمونږ د خلکو موخه له جهاده دا وه، چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د خلکو د خوښې نظام رامنځته، پوځي او ملکي بنسټونه پیاوړي او وساتل شي.

هغه دا هم په ډاګه کړې: په هېواد کې د جګړې د پای او سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې ته رسیږو.

د جمعیت اسلامي ګوند ځينې غړي وايي، چې افغانستان له دوه دېرش کاله پخوا حالت سره مخ دی او دوی طالبانو ته وايي، چې د جګړې له لارې بری نشی تر لاسه کولی او باید د سولې لار غوره کړي.

غونډې ته د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني ویلي، چې د افغانستان سیاسي لید اوسمهال ډېر حساس دی او وایي؛ د طالبانو مشرتابه باور لري، چې کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کیدلی شي، خو د طالبانو ځوان غړي غواړي تاوتریخوالی روان وساتي.

پخواني مرستيال ولسمشر قانوني دا هم ويلي، چې طالبان د جګړې له لارې واک ته نشي رسیدی.

یونس قانوني زیاته کړې؛ په خواشینۍ، چې د دوحې خبرې د پر ټپه ولاړ حالت سره مخ شوي او لامل یې هم دا دی، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه باید ووځي. جګړه د حل لار نده او دا ناشونې ده، چې افغانستان د جګړې له لارې خپل کړئ.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شوری مشرعنایت الله شاداب ویلي؛ طالبانو وروڼو ته مې پیغام دادی او ترې غواړم، چې راشئ له وینو تویېدو لاس واخلئ، نورو هېوادونو ته له تګه ډډه وکړئ او راشئ له افغانانو سره خبرې وکړئ.

شورويان دوه دېرش کاله پخوا له افغانستان ووتل؛ خو د جګړې اور اوس هم  لمبي وهي او د سولې پیل شوې هڅې ناهیلي کوونکي دي.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شوری غړی سید ابراهیم عماد ویلي؛ د افغانستان د خلکو جهاد یوه ستره لاسته راوړنه وه، چې نن باید سیاسیون له تاریخه د تجربې پر اخیستو افغانستان ته ثبات رامنځته کړي.

جهادي قومندان محب رحمان وایي: خواشینی یم، چې اوسنی نظام او یو شمېر خلک؛ مجاهدین جنګسالار بولي. په داسې حال کې، چې مونږ هېواد ژغورلی او ترې مو ساتنه کړې ده.  

طالبانو هم له افغانستان څخه د شوروي پوځيانو د وتلو په ویاړ اعلامیه خپره کړې او افغانانو ته یې د دغې ورځې مبارکې ویلې او څرګندوي، چې افغانانو شوروي اتحاد مات کړ او اوسني جهاد به د امریکایانو تر وتلو پورې روان وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.