ناسا: د افغانستان – ایران پر پوله د تېلو ټانکر چاودنې له سپوږمکیو لېدل شوي
د شنبې پر ورځ غرمه مهال د امریکا فضایي ادارې ناسا څرګنده کړې؛ د افغانستان د لویدیځ ولایت هرات او ایران ترمنځ د اسلام کلا په پوله کې د تېلو د دوه ټانکرونو چاودنې دومره ځواکمنې وې، چې د دې ادارې له سپوږمکیو هم لیدل شوي دي.
د ناسا د څرګندونو له مخې؛ تېره ورځ لومړۍ چاودنه او بله ترې نیمه ګړۍ وروسته پر ځایي د غرمې ۱:۴۲ رامنځته شوې ده.
سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ دغه پراخه اور لګیدنه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د تېلو یو ټانکر د اسلام کلا په بندر کې چاودنه وکړه.
په دې اورلګېدنه کې له ۵۰۰ د تېل او ګاز ډېر ټانکرونه سوزېدلي دي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس قاضي زاده ویلي، چې اور د میلیونونو ډالرو زیان اړولی.
هغه څرګنده کړې: لومړنۍ څېړنې ښیي، چې تر دې دمه اور له ۵۰ میلیون ډالرو ډیر زیان اړولی دی.
د هرات والي وحید قتالي د شنبې پر شپه اسوشیټیډ پریس ته ویلي: اوسمهال مونږ ان د زیانونو په اړه هم څه نشو ویلای.
د هرات ښار د حوزوي روغتون ویاند، محمد رفیق شېرزي ویلي، د اور لمبو غړمبا د دې معنی لري، چې امبولانسونه ټپيانو ته د رسیدو یا د چاودنې ځای ته په نږدې کیدو کې ستونزه لري.
د اسلام کلا پوله د هرات ښار د لویديځ په ۱۲۰ کیلو مټرۍ کې پرته ده او د افغانستان او ایران تر منځ لویه ترانزیټي لار هم ده.