Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65819
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 سلواغه 1399 ساعت : 19:10:23

حمدالله محب: طالبان په افغانستان کې جګړې ته د چمتووالي هڅې کوي

د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي؛ طالبانو خپل ټول قومندانان خپل کور کوټې ته غوښتي، چې په پسرلي کې د جګړې د تودولو لپاره چمتووالی ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون (شنبه د سلواغې ۲۵) په یوه ګډه خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي، چې طالبانو ټول قومندانان پاکستان ته غوښتي، چې په پسرلي کې د جګړې لپاره نوې سپارښتنې ترلاسه دکړي. حمدالله محب زیاته کړې؛  د پاکستان او طالبانو کړنو ته په کتو هیڅ داسې تمه نشته، چې پاکستان به د افغان د سولې د بریا لپاره مرسته وکړي.

د ملي شورا سلاکار حمدالله محب ويلي، چې طالبان د خپلو بادارانو په غوښتنه جګړه کوي.

ده دا ټینګار هم کړی؛ طالبان د جګړې ټولې نخچې په پاکستان کې جوړوي.

حمدالله محب څرګنده کړې، چې له دې وروسته به یو طالب زنداني هم خوشې نکړي؛ ځکه، چې د پېنځه زره طالبانو له خوشې کولو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی سل په سلو کې لوړ شوی.

د افغانستان د ملي امنیت ريیس او د ملي دفاع وزارت مرستیال وايي، چې په پسرلي کې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

دغه راز په دې ګډه خبري ناسته کې د ملي امنیت ریاست عمومي مشر احمد ضیا سراج څرګنده کړې؛ طالبان د خبرو له میزه د تېښتې په حال کې دي، خو حکومتي پلاوی خبرو ته په تمه دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وایي: په هر ځای کې، چې هغوی پلانونه جوړ کړي، راټول شي او هلته موتربم جوړ کړي؛ مونږ هلته عملیات کوو.

پر طالبانو دا تورونه په داسې حال کې لګول کیږي، چې طالبانو په خپله تازه اعلامیه کې ویلي؛ د دوحې تړون عملي کول، د پاتې زندانیانو خوشې کول او د تورنوملړه د دوی د مشرانو نومونه لرې کول د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره یوازنۍ لار ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.