Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65820
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 سلواغه 1399 ساعت : 19:11:51

د طالبانو لخوا د ملا هیبت الله د وژنې رد

د طالبانو ویندوي په پاکستان کې د یوې چاودنې له امله د دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله آخوندزاده وژنې خبر رد کړ.

د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ چې د دغه ډلې مشر ملا هیبت الله آخوندزاده د پاکستان به کویټه کې ژوند نه کوي چې د هلته په یوه چاودنه کې ووژل شي.
ځینې افغاني رسنیو نن خبر ورکړۍ و چې د طالبانو مشر له څو نورو لوړو غړو په شمول د پاکستان د کویټه ښار په چالو باوري سیمه کې وژل شوې دی.

د طالبانو ویندوي د دې خبر خپرول د دې ډلې د دښمنانو کار وګڼلو او وې ویل: د طالبانو مخالفان هر کله چې د فشار لاندې راشي او یا د خطر احساس وکړيدوی د خلکو ذهنونه ګډوډولو لپاره افواهاني خپروي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.