عبد الله عبد الله د صلحې د خبرواترو په بهیر کښې له بندونه اندیښنه وښودله
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په کابل کښې د پاکستان د سفیر په کتنه کښې د صلحې د خبرواترو په بهیر کښې د رامینځته شوي بندونه اندیښنه څرګنده کړه.
عبد ا... عبد ا... په دغې کتنې کښې وویل چې د صلحې د فرصتونو ضایع کول او په دغه خبرواترو کښې ځنډ د هیڅچا په ګټه نه دی.
هغه هم داشان د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې د د طالبانو له پاره د صلحې په موخه له موجود فرصته د استفادې په لړ کښې یو واضح او روښانه پیغام ولري.
په کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم په دغه ملاقات کښې وویل چي هیواد یې د افغانستان د صلحې له هلوځلو ملاتړ کوي او له افغانستان او سیمې سره د لازیاتو سوداګري او ټرانزټي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه چې صلحه ایز افغانستان د سیمې په ګټه دی او پاکستان په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او صلحې ټینګولو لپاره خپلو ملګرتیاؤ ته دوام ورکوي.