Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65822
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 سلواغه 1399 ساعت : 19:15:34

د هرات په اسلام قلا ګمرک کښې لګیدلي اور ډیر تاوان اړولی دی

د هرات ولایت د اسلام قلا په سرحدي ګمرک کښې په ولاړو کنټینرونو او ټانکرونو باندې لګیدلي اور ډیر مالي تاوان رامینځته کړی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر یونس قاضي زاده پرون وویل چې له ایران سره د افغانستان د ګډ سرحد اسلام قلا په ګمرک کښې موجود زیاتره شیان د لګیدلي اور له امله له مینځه تللي او دا د افغانستان خصوصي برخې ته ډیر ستر اقتصادي تاوان دی.

قازي زاده په خپلو پرونیو څرګندونو کښې ویلي چې د اور لګیدنې له ځایه اته زخمیان د هرات روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

خبر زیاتوي چې د اسلام قلا په ګمرک کښې د اور لګیدنې له امله هرات ته د ایران صادراتي بریښنا هم غوڅه شوې ده.

د هرات والي سید وحید قتالي هم د اسلام قلا په ګمرک کښې اور لګیدنه ډیره پراخه وبلله او له ایران څخه یې د اور وژنې په لړ کښې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دغې پراخې اور لګیدنې له امله په سیمه کښې موجود خلک سخت وویریدل او خلک او ګاډي یې تیښتې ته اړباسل.

له بلې خوا د ایران د اور وژنې او پوځ په شمول د خدمت رسونې ګڼ ځواکونه او هم داشان په ګډه پوله کښې موجود د ایران د اسلامي جمهوریت نور وسله واله ځواکونه د اور وژنې کوشش کوي.

د دې اور لګیدنې وجه تراوسه نه ده اعلان شوې خو ځینو سرچینو ویلي چې ښايي د تیلو او ګیس په ټانکرونو باندې حمله شوې وي.

اسلام قلا د افغانستان په لویدیځ کښې د دغه هیواد ډیر مهم ګمرک دی چې له لارې یې د ایران او افغانستان ترمینځ او بیا مخکښې نورو هیوادونو ته د شیانو په صادراتو او وارداتو کښې ستر فعالیت لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.