Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65824
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 سلواغه 1399 ساعت : 19:23:50

د شوروي لښکرو د ماتې کليزه؛ طالبانو پر امریکا د «اشغال» پای ته رسولو غږ کړی

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د عسکرو د ماتې ۳۲مې کليزې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې د افغانانو جهاد او قربانۍ ستايلي او د دې سترې بريا په اړه يې افغان ولس ته مبارکي ورکړې ده.

د طالبانو له رسمي ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، که یرغلګر هر څومره قوي او ځواکمن وي، خو د افغانانو د مېړانې او جهاد له برکته تل له ماتې سره مخ شو ي دي.

په همدې مناسبت طالبانو پر امريکا او نړيوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د دغې روانې جګړې د دوه اړخيزو زيانونو څخه د اضافي مخنيوي په موخه بايد خپل اشغال پای ته ورسوي او له شته فرصته ګټه پورته کړي.

طالبانو هيله ښوولې، چې افغانان به هغه ورځ به هم په لنډ وخت کې وويني، چې امريکا او متحدين به يې له افغانستانه وتلي وي او هېواد به په بشپړ ډول ازاد وي.

طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو د تړون له مخې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ديارلس زرو څخه دوه نيم زرو ته راښکته کړی او بايد د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو د ولسمشر جو بايډن نوې اداره وايي، د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون ارزونه کوي او وروسته به يې په اړه پرېکړه وکړي، چې خپل پوځيان له افغانستانه وباسي او که نه.

ولسمشر بايډن ویلي، دی او د دفاع وزير لايډ اسټن به د امريکا ټولې بهرنۍ جګړې ختمې کړي او د روان کړکېچ د حل لپاره به ټولې سياسي لارې چارې په کار واچوي.

ځينې امريکايي کارپوهان فکر کوي، چې ښايي امريکا د مې مياشت تر لومړۍ نېټې خپل ټول پوځيان له افغانستانه ونه باسي، خو طالبانو خبرداری ورکړی، چې امريکا بايد د دوحې تړون ته خپله ژمنتيا وښي او له کړې ژمنې سره سم خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي او که له تړونه سرغړونه وکړي، د جګړې غځولو پړه به د امريکا پر غاړه وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.