Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65825
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 سلواغه 1399 ساعت : 19:27:17

شیخ عیسی قاسم: ځپونکي اقدامات او شکنجې د بحرین د ولس غږ نه شي غلې کولې

د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر وویل: د آل خلیفه رژیم اقدامات او ورڅخه د سعودي پوځیانو بې دریغه ملاتړ د بحرین د ولس په هوډ کښې هیڅ خلل نه شي راوستې

د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر وویل: د آل خلیفه رژیم اقدامات او ورڅخه د سعودي پوځیانو بې دریغه ملاتړ د بحرین د ولس په هوډ کښې هیڅ خلل نه شي راوستې

د بحرین د انقلاب د لسمې کلیزې دستورې پرون د (ثبات حتی النصر، یعنې تر بریالیتوبه ثبات او پایداري) په شعار او د بحرین د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ عیسی قاسم په شتون سره، د ایران په قم ښار کښې ترسره شوې.

شیخ عیسی قاسم په دغو مراسمو کښې په دې خبرې سره چې د بنیادي او جدي اصلاح په موخه د بحرین د ولس د پاڅون یوه لسیزه وشوه، وویل: د ټولو مخالفو ډلو دریځ، بریا ته رسیدل دی.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د بحرین ولسي غورځنګ به د اوسني حالت د اصلاح په موخه دوام ولري، څرګنده کړه: په هیواد کښې اوسنۍ معادله ارتجاعي او ظالمانه ده او د بحرین د ولس له غوښتنې سره سمون نه خوري.

د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر هم داشان وویل: سخت تشدد او وارداتي(سعودي) پوځیان او د شکنجې ګڼې طریقې، هیڅ یو نه شي کولې چې د بحرین د ولس غږ، غلی کړي او مخالفان خاموشه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.