Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65827
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 سلواغه 1399 ساعت : 21:50:37

د حکمتيار جنګ غوښتونکو څرګندونو ته د افغان حکومت خبردارے

حکومت د دغه هېواد د حزب اسلامي د مشر د جنګ غوښتونکو او بې وقوفانه څرګندونو په اړه خبردارے ورکړ.

 د ولسمشر وړومبي مرستيال نن وويل، ګلبدين حمتيار په تېرو څلورو لسيزو کښې يوازې په دغه هېواد کښې د کودتا، سازشونو او دسيسو په فکر کښې ؤ او له بې ثباتۍ، ناقرارۍ او ناامنۍ نه بغېر يې څه ډالۍ نه ده راوړې.

امرا... صالح د حکمتيار دغه څرګندونې خندونکې، خيالي داستان او توهم بللے او زياته يې کړه، افغان حکومت د هرې هغې ډلې په وړاندې چې غواړي د افغانستان امنيت په خطر کښې واچوي مقاومت کوي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر پرون افغان حکومت ته دړکه ورکړه چې که د دغه ګوند بنديان بې له څه قېدو شرطه له بنديخانوڅخه آزاد نه شي نو ارګ به محاصره کړي او له اشرف غني به حکومت وتروړي.

هغه ادعا وکړه چې اوس هم د حزب اسلامي دېرش زره بنديان د افغانستان په مختلفو بندي خانو کښې پراتۀ دي.

د افغان ولسمشر صلاحکار وحيد عمر هم له دې مخکښې حکتمتيار له ټولنې سره خيانت کونکے بللے او ويلي يې وو چې افغان ولس پکار دے د هغه د دسيسو په وړاندې ټينګ اودريږي او شنډې يې کړي.

له دې مخکښې ګلبدين حکمتيار اسلام آباد ته په سفر کښې پاکستان خپل دويم وطن وبلۀ او د اشرف غني د حکومت د نسکورولو غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د ټولنې قهر او کرکه يې راوپاروله.

د اشرف غني حکومت په ځلونو ويلي دي چې حکمتيار په افغانستان کښې هيڅ ځاے نه لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.