Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65828
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 سلواغه 1399 ساعت : 21:52:50

امریکا او ناټو باید له پخواني شوروي عبرت واخلي

د طالبانو د سیاسي پلاوي نامتو غړي سهیل شاهین له افغانستان څخه د ناټو او د امریکا د ترهګرو پوځیانو په ایستل کیدا باندې ټینګار سره هغوې د پخواني شوروي له برخلیک څخه د عبرت اخیستلو ته وروبلل .

سهیل شاهین په ټویټر پیغام کښې ټینګار وکړ له جنګ او مبارزو د طالبانو هدف په افغانستان کښې د یوه(۱) اسلامي نظام رامینځته کول دي چې هلته عدالت واکمن وي او  ټول افغانان پکښې ګډون ولري .

د طالبانو د سیاسي پلاوي نامتو غړي سهیل شاهین وویل د اسلامي اصولو په رڼا کښې د بیان ازادۍ یو(۱) ضرورت او د اسلامي ټولنې حق دی او سالمه نیوکه د اصلاحاتو سبب کیږي او د عدالت لاره هواروي او دا د یوه (۱) اسلامي نظام نه جلا کیدونکي برخه ده .

هغه په نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال کښې په افغانستان د پخواني شوروي د سره پوځ حملې ته په اشارې سره وویل شوروي اټکل کړی و چې په دریو(۳) میاشتو کښې د افغانستان مجاهدینو ته ماتي ورکوي خو بریالی نشو .

سهیل شاهین ټینګار وکړ د پخواني شوروي پوځیان له لسو (۱۰) کلونو وروسته له افغانستان وتلو ته مجبوره شول او پخوانی شوروي د نسکوریدا په درشل کښې ورغی او اوس د ناټو او د امریکا عسکر باید پوه شي چې د پخواني شوروي په شان برخلیک لري او دوې باید له افغانستان څخه ووځي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.