Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65829
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 سلواغه 1399 ساعت : 21:55:06

افغانستان د اسلامي ایران د مرستې قدرونه وکړه

زمونږ خبریال وايي د افغانستان خارجه وزارت د اسلام قلعه په مرکزي ګمرک کښې د ستر اور د وژلو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په موقع اقدام قدرونه وکړه .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل خارجه وزیر محمد حنیف  اتمر د اسلام قلعه د ګمرک د اور د وژلو ، د ډیرو تاوانونو د مخه د نیولو او د ایران خاورې ته د اور له ځای څخه د څه د پاسه زرو(۱۰۰۰) ټرکونو د انتقالولو لپاره د ایران د سرحد د پرانیستلو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په موقع اقدام مننه او قدرونه کوي .

د افغانستان د هرات ولایت په اسلام قلعه سرحدي ګمرک کښې ستر اور زیات مالي تاوانونه اړولي دي .

تراوسه د دغه اور د لګیدا علت نه دی اعلان شوی خو ځینو سرچینو وویل احتمال شته چې د تیلو او د ګازو په ټانکرو باندې د حملې له کبله دغه اور رامینځته شوی وي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.